د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه وايي چې هره ورځ د دغه ولایت د قشقري نفتو څاګانو څخه ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي.
نوموړی چې پرون سهشنبه د لړم ۳۰مه د قشقري نفتو تاسیساتو څخه د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یادې سیمې ته ورغلی و، د قشقري بلاک د هېواد ستره شتمني وبلله.
عبدالرحمن اکه وویل چې قشقري د نفتو څاګانې د افغانانو ملي شتمني ده او په عوایدو به یې د هېواد بیارغونه او پراختیا کې ګټه واخیستل شي.
په ورته مهال د یاد ولایت والي زیاته کړه چې د قشقري عوایدو یوه برخه د سرپل بیارغونې او پراختیايي پروژو کې لګول کېږي چې په وینا یې، ځینې نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري.
نوموړي وویل: «ځینې پروژې له هغې ډلې د ناري بند کوتل لارې هوارول او د یوه لوی پُل جوړولو چارې د افچین شرکت له لوري جوړېږي چې عواید یې د قشقري نفتو څخه ورکول کېږي. راتلونکي کال کې د سلطان ابراهیم بند پروژه به هم د قشقري عوایدو څخه پیل شي.»
بلخوا سرپل کې د افچین شرکت مسوولان وايي چې دغه ولایت او فاریاب کې یې د نفتو درې کانونه موندلي چې میلیونونه بوشکې نفت لري.
«قشقري»، «بازارکمي» او «زمردسای» درې هغه کانونه دي چې د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، شاوخوا ۸۷ میلیونه بوشکې نفت پهکې اټکل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افچین شرکت مسوولانو همداراز ټينګار کړی چې د قشقري نفتو بلاک څخه یې د نفتو استخراج له ۶۵۰ ټُنو هره ورځ ۹۰۰ ټُنو ته لوړ کړی دی.