د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې ۳ کسانو ژوند بایللی ۶ نور ټپیان شوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شیر محمد وحدت نن چهارشنبه د حمل ۵ / مارچ ۲۵ سلامطندار ته وویل، پېښه تېره شپه ناوخته د سنګین ولسوالۍ «امانالله کاریز» سیمه کې شوې.
هغه وویل، مړو شویو کسانو کې دوه ماشومانو او یوه ښځه شامله ده او ټپیانو کې یې هم ښځې او ماشومان شته چې د سنګین ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.
د روغتیايي سرچینو په وینا، د ټپیانو وضعیت دامهال د ډاډ وړ ښودل شوی، خو چارواکي له خلکو غواړي چې د دوامداره ورښتونو پرمهال د احتیاطي تدابیرو نیولو ته پام وکړي.