Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو ۸۰۰۰ ناروغانو وړیا درملنه شوې

GbXyN3baQAAkFfx

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د «ملک سلمان» مرستندویه مرکز او د «البصر» خصوصي خیریه بنسټ په مالي مرسته کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې.

د مسوولانو په وینا، په یادو ناروغانو کې د ۸۰۰ هغو جراحي عملیاتونه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر ناروغان چې د سترګو عملیات یې کړی، وايي، له عملیاتو وروسته یې، د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالباري وویل: «یو کال کېده چې د سترګو پرده مې پیدا کړې وه او وخت نه‌وو چې دولتي او یا هم خصوصي روغتون کې مې درملنه کړې وه، دلته راته برابر شو او اوس مې د سترګو لید ښه شوی دی.»

ګل‌بهرام هم وویل: «سترګې مې پرده درلوده، دلته راغلم او سم سهي یې، عملیات کړه او اوس ښه ده، قطره یې راکړې، وايي یو ساعت وروسته څلور څاڅکي اچوه.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو د دغو ناروغانو د درملنې د بهیر په پای کې د «ملک سلمان» مرستندویه مرکز او «البصر خصوصي خیریه بنسټ» څخه وغوښتل چې کابل کې د سترګو د ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمن وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې دا بهیر دې روان واوسي او دا چې د میاشتې یوشمېر ناروغان دې، د دوی له لوري نوملیکنه او درملنه وشي، ښه به وي. د اسانتیاوو لپاره د سترګو معیاري روغتون جوړ شوي او د البصر بنسټ له لارې به ملک سلمان بنسټ ته دا رسوو چې کابل کې د سترګو معیاري روغتون جوړ کړي.»

د البصر نړیوال بنسټ عمومي مدیر رضوان احمد بلوچ وايي چې کابل کې د سترګو د یوه معیاري روغتون د جوړولو لپاره د سرپرست حکومت له عامې روغتیا وزارت سره خبرې روانې دي. «کابل کې د سترګو د یوه معیاري روغتون د جوړولو په اړه خبرې روانې دي چې له لارې به یې، افغانستان کې د سترګو د ناروغانو د درملنې زمینه برابره شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له ۲۰۰۳  میلادي کال راهیسې د ملک سلمان او البصر خیریه بنسټ افغانستان کې له  ۲۵زرو څخه د زیاتو سترګو ناروغانو د وړیا درملنې زمینه برابره کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام