Asset 1SWN

د اختر ورځو کې ۸۰ ټرافیکي پېښې؛ ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې سږکال د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

یاد ریاست نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال د تېرکال په پرتله د کوچني اختر ورځو کې د ټرافیکي پېښو کچه ټیټه وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې ۲۹مه او د کوچني اختر درېوو ورځو پرمهال هېواد کې ۸۰ ټرافیکي پېښې شوي دي.

په مړو شویو کې ۱۹ نارینه، دوه مېرمنې او نهه ماشومان شامل دي. په ټپیانو کې بیا ۱۱۷ نارینه، اته مېرمنې او ۳۰ ماشومان شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ټرافیکو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، تېرکال د کوچني اختر پرمهال د هېواد په کچه ۹۸ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې له کبله یې، ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۵ نور ټپیان وو.

یاد ریاست همداراز وايي چې عامه پوهاوی او د اختر شپو او ورځو کې د ټرافیک پولیسو له لوري کلک امنیتي تدابیر د دې لامل شوي چې ټرافیکي پېښې کمې شي.

د ټرافیکو عمومي ریاست په خبرپاڼه کې له موټرچلوونکو او خلکو غوښتنه شوې چې د تګ‌راتګ پرمهال ټرافیکي قوانین او سپارښتنې مراعت کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام