Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د ۱۰میاشتو پرمهال د جرمونو په تور ۸۰ کسان نیول شوي

مرمۍ-وسلې، تجهیزات-ټوپک-امنیتي،

د هلمند امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۸۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د مسوولانو په وینا، له یادو کسانو سره ۵۷ میله وسلې او تجهيزات هم نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند امنیه قومنداني ویاند ملاعزت‌الله حقاني وايي، دغه کسان په تېرو لسو میاشتو کې د مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو په ګډون اړوند سیمو کې نیول شوي.

هغه زیاته کړه چې دا کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو غلا، قتل او نورو غیرقانوني کړنو په تور نیول شوي دي.

حقاني وویل: «د نیول شویو وسلو له ډلې څخه ۵۱ میله توپانچې، درې میله کلاشینکوف، یو میل پيکا، دوه میله کمرشکن، نهه لاسي‌بمونه، ۱۷۰۰ فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او نور تجهیزات شامل دي چې په بېلابېلو جرمونو کې ترې استفاده کېده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حقاني همداراز وویل چې د نیول شویو کسانو دوسیې اړوندو شرعي محکمو ته د مجازاتو لپاره سپارل شوې دي.  د نیول شویو وسلو او تجهیزاتو دایاک مدیریت ته سپارل د امنیتي ځواکونو د لاسته‌راوړنو یوه برخه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام