د هرات ځایي چارواکي وایي چې د هرات – اسلامقلعه پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷۶ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي چې تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۲۸مه) ماښام، ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له اسلامقلعه څخه کابل ته روان و چې پر لویه لاره لومړی له یو موټرسایکل او بیا له یوه بار وړونکي (مازدا) موټر سره ټکر وکړ او وروسته یې، اور واخیست.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، په مړو کې لویان، ښځې، ماشومان، د ۵۸۰ موټرچلوونکی، موټرسایکل چلوونکی او د مازدا چلوونکی شامل دي.
سعیدي زیاته کړې چې د ملي دفاع وزارت او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په همکارۍ د قربانیانو جسدونه د دې قولاردو سردخانې ته انتقال شوي او کابل ته یې، د انتقال لپاره چمتووالی نیول کېږي.