د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نفوس په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی چې تر ۷۲سلنه زیات وګړي یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
دغه راپور چې د پنجشنبې پر ورځ، د لیندۍ پر ۲۷مه خپور شوی، ښيي چې افغانستان د بشري پرمختګ د شاخص له مخې د نړۍ د لسو تر ټولو ټیټو هېوادونو په کتار کې ځای لري.
د راپور له مخې، د هېواد نفوس تر ډېره ځوان دی او ۴۳سلنه وګړي یې، د ۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمر لري، خو د زدهکړو، روغتیا او کارموندنې د محدودو امکاناتو له امله دغه ځوان نفوس له جدي ننګونو سره مخ دی.
راپور څرګندوي چې که څه هم د هېواد اقتصاد ورو ورو د ښهکېدو په حال کې دی او د داخلي ناخالص تولید وده، ۲.۷سلنه ثبت شوې چې له ۲۰۱۹ کال وروسته لومړنۍ مثبته وده بلل کېږي، خو دا پرمختګ لاهم نازک دی او د دوام لپاره بنسټیزو اصلاحاتو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د UNDP د راپور له مخې، لاهم بشري اړتیاوې په پراخه کچه موجودې دي او په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۵۴سلنه نفوس، چې د ۱۲.۳میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه کسان کېږي، بشردوستانه مرستو ته اړمن وو.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا شمېر افغانستان د نړۍ په کچه د بشري اړتیاوو له پلوه درېیم هېواد ګرځوي او که نړیواله ټولنه دوامداره او همغږي مرستې ونهکړي، د هېواد بشري وضعیت ښايي لاپسې خراب شي.