Asset 1SWN

سلام وطندار

پر لبنان د اسراییل تازه برید کې ۷ کسان وژل شوي

2852

د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.

دا د ایران جګړې له پیل راهیسې د لبنان بیروت ښار کې درېیم برید بلل کېږي.

اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزب‌الله لس هدفونه په نښه کړي دي.

ورته وخت کې د اسراییل پوځ هم ویلي چې د چهارشنبې په شپه یې د بیروت ښار په جنوبي سیمو کې د حزب‌الله پر هدفونو هوايي بریدونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حزب‌الله ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو پر ضد یې نوي او پراخ پوځي عملیات او بریدونه پیل کړي.

حزب‌الله ویلي، نن سهار یې تل‌ابیب ښار ته نژدې په شاوخوا کې د اسراییلو د پوځ د استخباراتي مرکز پر یوې اډې توغندي وېشتلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام