د طبیعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان لاهم له د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پراخه سیمه یې، پر ناچاودو توکو پوښلې ده.
د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې هېواد کې د تېرو جګړو څخه د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د ۶۵ چاودنو په پایله کې ۱۳۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل سلاموطندار ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د ماینونو د چاودنو په قربانیانو کې ۹۰ ماشومان هم شامل دي.
نوموړي وویل: «افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پر ماینونو او ناچاودو توکو پوښلی؛ خو دا نشو ویلی چې افغانستان نړۍ کې له دې امله دویم دی؛ ځکه ډېری هېوادونه هم دا ستونزه لري. د روان کال تر پیله، تراوسه ۶۵ پېښې لرو چې ۲۸ شهیدان او ۱۱۰ ټپیان دي.»
د نوموړي په وینا، د تېرو شپږو میاشتو پرمهال هېواد کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې ده.
د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس همداراز زیاتوي چې دغه موده کې ۵۰۰ زرو کسانو ته د جګړو پاتې مهماتو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او په وینا یې، د دغه ډول پروګرامونو پراختیا نړیوالې بودیجې او ملاتړ ته اړتیا لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د هلوټرسټ د ماینپاکۍ موسسې یوه راپور کې ویلي چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ افغانان د تېرو جګړو د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو په پایله کې وژل کېږي یا ټپیانېږي چې ۸۰سلنه یې، ماشومان دي.
یادې موسسې زیاته کړې چې افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.
له دې سره د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو په پایله کې د یوشمېر قربانوشویو کسانو کورنۍ وایي چې په کورونو کې یې، د دغو ناچاودو توکو شتهوالی د دوی ژوند ګواښي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالي اوسېدونکی شمرېزخان چې دوه ماشومان یې د ماین چاودنې له امله په سترګو او لاسونو معلول شوي، وايي، دغه ولسوالي کې د ماینونو شتهوالی، د هغه د نورو ماشومانو روغتیا هم له خطر سره مخ کړې ده.
طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې لهخوا د ورکړل شویو شمېرو لهمخې، دا مهال درې میلیونه او ۱۷زره افغانان د تېرو جګړو د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له مستقیم ګواښ سره مخ دي.