د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د روان کال د تېرو اوو مياشتو پرمهال د مرکز ګردېز په ګډون، په ۱۴ ولسواليو کې د ۲۹۰ بېلابېلو جنايي پېښو په تور ۶۱۲ کسان نيول شوي دي.
د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې په يادو جنايي پېښو کې د قتل، غلا، شکنجهکولو، تښـتونې، انساني قاچاق، ضرررسونې، ناروا اړیکو، فریب او د عامه نظم ګډوډلو پېښې شاملې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
منيب ځدراڼ زياتوي چې په ياد شمېر جنايي پېښو کې ۲۲ پېښې، د قتل او ٣٣ د مجروحیـت پیښـې هم شوي چې په تړاو یې ۱۴۳ کسان هم نيول شوي دي.
نوموړي وویل چې په تېرو اوو مياشتو کې ٢١ عرادې بېلابېل ډوله موټر، ۱۱ عرادې موټرسایکل، ٣١ ځېرک موبایلونه، موټروبټرۍ، يوه اندازه نغدي پيسې او یوشمېر نور توکي هم له غلو ترلاسه او بېرته یې، مالکانو ته سپارلي دي.
د منيب ځدراڼ د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې دوه کسان له هېواده بهر د تاريخي اثارو قاچاق په تور هم نيول شوي دي.