د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې د هګیو او چورګوړو د تولید یوې سترې کارخونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چارواکو په وینا، دا کارخونه د افغان او اوزبیک پانګهوالو په ګډه پانګونه جوړیږي چې ټول لګښت یې شاوخوا ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د کارخونې مسوول اسکندر منصور وایي، دا پروژه به پر شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه جوړه شي او چارې به یې په درې پړاوونو کې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، له بشپړېدو وروسته به دغه کارخونه په کال کې د ۴۵۰ ټنو چرګانو د غوښې د تولید وړتیا ولري او همداراز به هره ورځ تر ۱۲۰زره هګۍ تولید کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، اوزبیک پانګهوال عبدالطیف وایي چې د پروژې لومړی او دویم پړاو به د چورګوړو او هګیو تولید ته ځانګړی وي، په داسې حال کې چې درېیم پړاو به د غوښې لپاره د چرګانو پر روزنې تمرکز ولري.
سیمهییز مسوولان زیاتوي چې د دې کارخونې د چارو په بشپړېدو سره به نه یوازې د هېواد د کورني تولید کچه لوړه شي، بلکې د وارداتو اړتیا به هم کمه شي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د بلخ چارواکي دا پروژه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې د ورته ګډو پانګونو د جذب هڅې به لاهم دوام ولري.