د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، دامهال هېواد کې ۵۰۰ زره ښيلاس يا «پاکستاني موټر» ثبت دي چې د ډېری ټرافيکي پېښو لامل هم دغه موټر ګڼل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رييس حسيب الله مختار وویل، دغه رياست په پام کې لري چې ښيلاسي یا «پاکستاني» لاس موټر د افغانستان پر چپلاسو موټرو بدل کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل:«په اوږدمهال کې کوښښ کوو چې یوه د حل لاره ولټوو او دا چې د چېنج پروسه ده چې ښيلاسي موتر د افغانستان لاس ته بدل کړو.»
د ټرافیکي چارو يوشمېر کارپوهان بیا د ټرافيکو عمومي رياست دغه پرېکړه، د ښيلاسو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د جوړولو شرکت د نورمونو خلاف بولي.
د ټرافیکي مسایلو کارپوه عبدالصمد وویل: «که د یادو موټرو شټرېنګونه بدل کړو، نو خپل کیفیت له لاسه ورکوي، نو ټرانسپورټ کې یوه اصطلاح لرو چې وايي: شټرینګ یې قفل شوی او د ټرافیکي پېښو لامل شوی دی.»
د ټرافیکي مسایلو دغه کارپوهان د ښيلاسي موټرو د شتون ترڅنګ، د ټرافيکي څراغونو نشتوالی، د سړکونو خرابوالى او د موټرچلوونکو بېاحتياطي هېواد کې د ټرافيکي پېښو د رامنځتهکېدو لاملونه بولي.
د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست د شمېرو پر بنسټ، تېر لمریز کال هېواد کې څه باندې ۲ زره ټرافيکي پېښې شوي چې له امله يې تر زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۶ زره نور ټپيان شوي دي.