Asset 1SWN

سلام وطندار

کاپیسا کې په ۵۰زره ډالرو د بدن ښکلا کلب جوړ شوی

۳

په کاپیسا کې د یوه پانګوال په شخصي پانګې د ۵۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د غړو ښکلا «باډي‌بلډېنګ» کلب جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه ورزشي کلب (دوشنبه، لړم پنځمه) د بدني روزنې ریاست چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون پرانېستل شوی دی.

د کاپیسا د بدني روزنې امر حمزه ثابت سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې دا کلب د حبیب‌الله امین په نوم د یوه سوداګر له لوري د ۵۰زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی او معیاري تجهیزات او پرمختللي امکانات لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، دغه کلب کولای شي په هر پړاو کې لسګونه ورزش‌کارانو ته د تمرین زمینه برابره کړي.

د سیمې د ورزش مینوال له دې اقدام څخه خوښ دي او دا یې د ځوانانو د هڅونې، روغ ژوند د دودولو او له نشه‌يي توکو او وزګارتیا څخه د مخنیوي په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د کاپیسا په مرکز کې د خصوصي سکتور په مرسته یو معیاري فوتسال لوبغالی هم جوړ او د خلکو پرمخ پرانستل شوی؛ هغه اقدام چې په دې ولایت کې د ورزشي بنسټونو د چټک پرمختګ او د ځوانانو د روغتیا پر اهمیت د زیاتېدونکې پاملرنې څرګندونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام