Asset 1SWN

لوګر کې په ۴۵۰زره ډالرو ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۵۰ بابه ښوونځي بیارغول کېږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه ښوونځي به په راتلونکي یوه کال کې د شاوخو ۴۵۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیاورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ترمیم په دغو چارو کې د ښوونځیو د ودانیو، دروازو، کړکیو، دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو رنګول او د اساسي ترمیم کارونه شامل دي، چې په بیا رغېدو سره به یې شاوخوا ۴۰‌زره زده‌کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»

عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هغه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړې چې زده‌کوونکي یې په کرایه کورونو او یا هم په ازاده فضا کې په لیک‌لوست بوخت دي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې لوګر کې د پوهنې ریاست اړوند ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې له پراخو ستونزو سره-سره په کرایه کورونو او ازاده فضا کې په لیک‌لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام