د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو په خپلمنځي ډزو کې پنځه اسراییلي ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د اسراییلو پوځ نن پنجشنبه، مې ۱۶مه ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په جبالیه سیمه کې یوه ټانک پر خپلو سرتېرو ډزې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده سیمه کې اسراییلو ځواکونه د حماس ډلې پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړې دي. د پوځ په وینا، دغه سرتېري د توپچي لېوا د ۲۰۲ کنډک غړي وو چې ټپیانو کې د درېوو سرتېرو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې ویلي: «د اسراییلو د پنځو سرتېرو د وژنې په تړاو د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د پوځ ټانکونو لسګونه مټره لرې، یوه وسله په نښه کړې او د سرتېرو لور ته یې ډزې کړې دي.»
د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونه د جبالیه زړه ته ننوتي چې د حماس ډلې له کلکو بریدونو سره مخ شوې دي.
په جبالیه کې د سختو نښتو پرمهال د تېرو ۲۴ساعتونو په ترڅ د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۳۹ ملکیان وژل شوې دي.
غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.