د سرپرست حکومت ریاستالوزرا د اسلامي امارت د واکمنېدو د څلورمې کلیزې اسد ۲۴ په مناسبت ویلي، هېوادوال کولی شي پلازمینه کابل کې دولتي پارکونو او تفریحي ځایونو ته په وړیا توګه لاړ شي.
د چارو ادارې عمومي ریاست نن پنجشنبه یوه اعلامیه کې ویلي، د اسد له ۲۴مې د نمانځلو په موخه، د کابل اوسېدونکو لپاره دولتي تفریحي سیمو ته تګ وړیا دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اعلامیه کې ویل شوي چې د اسد د ۲۳مې له ماښامه د اسد د ۲۴مې د شپې تر پایه، ټولو دولتي پارکونو او تفریحي ځایونو ته تګ وړیا دی.
له هېوادوالو غوښتل شوي چې پارکونو کې په حضور او له ازادې فضا څخه په ګټې اخیستو د اسلامي امارت د واکمنېدو څلورمه کلیزه په شور او یوالي سره ونمانځي.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه واک ته ورسېده.