Asset 1SWN

روسیه کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۴۹ کسان وژل شوي

روسیه الوتکه لوېډل

روسیي چارواکو ویلي، د انتونوف ـ ۲۴ مسافروړونکې الوتکه چې د دغه هېواد په ختیځ کې نادرکه شوې وه، د ټېنډا ښار په ۱۵کیلومترۍ کې د غرونو په لمن کې پیدا شوې.

روسیي رسنیو راپور ورکړی چې دغه الوتکه کې د ۵ ماشومانو په شمول ۴۳ مسافر سپاره وو او ۶ خدمه درلوده چې ټول وژل شوي.

د روسیې د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، د پېښې لامل په اړه لومړنۍ څېړنې روانې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی وو چې نن پنجشنبې سهار د روسیې په ختیځ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۴۳ کسان په‌کې سپاره وو ورکه شوې.

راپور کې د روسیې د بېړنیو پېښو وزارت په خبره راغلي چې الوتکه هغه مهال له رادار ورکه شوې چې د روسیې او چین پولې ته نږدې ټېنډا ښار ته د رسېدو په حال کې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام