Asset 1SWN

تورخم کې ۴۸۷ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

2

د تورخم ګمرک مسوولان وايي چې تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږدېدونکو ۴۸۷ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو مخه نیولې ده.

د مسوولانو په وینا، چاودېدونکي توکي چې په ۳۹ کڅوړو کې په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د یاد ګمرک د کارکوونکو له‌خوا کشف او نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تورخم ګمرک مسوولانو د نیول شویو چاودېدونکو توکو نوعیت «حلوايي باروت» یاد کړي او په وینا یې، په تړاو یې موټر چلوونکی او یو کمېشن‌کار نیولي دي.

مسوولانو همداراز ویلي چې د شمس‌الله امین په نوم شرکت چې له پاکستان څخه افغانستان ته توکي او اموال رالېږدوي، دغه چاودېدونکي توکي یې یوې مازډا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تورخم ګمرک مسوولان داسې مهال له پاکستان څخه د چاودېدونکو توکو د لېږد مخنیوی خبر ورکوي چې له دې وړاندې هم دغه ګمرک کې د چاودېدونکو، نشه‌يي او نورو توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام