په یوګاندا کې یوه خیریه موسسه وايي چې د تېرو لسو کلونو پر مهال یې د دغه هېواد په ځنګلونو کې د ژویو او څارویو د ښکاره لپاره کېښودل شوي څه باندې ۴۷ټُنه دامونه «لومې» ټولې کړې دي.
د یوګاندا ساتنې بنسټ «UFC» چې د دغه هېواد د ځنګلو او ژویو ساتنې برخه کې د حکومت اړوند ادارو سره همکاري کوي، وايي، دغه دامونه اوسپنیز او سیمي دي چې د فیلانو، د اوبو اس او زمریانو د ښکار لپاره لګول شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه دامونه د څارويو او وحشي ژویو د قاچاق وړونکو له لوري کېښودل کېږي.
د یادو دامونو له ډلې یې ۱۲ ټُنه یوازې څه باندې دولس میاشتو کې د یوګانډا د مرچیسن فالس ملي پارک کې د دوامداره هڅو او ساتنې د یوې برخې په توګه ټول شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، هڅه کوي چې دغه هېواد کې د ځنګلي ژویو ژوند وژغوري او دې برخه کې پر نړیوالو بنسټونو هم غږ کوي چې له دوی بشپړ ملاتړ وکړي.