د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني خوست ته د سفر پرمهال ويلي چې د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې ۴۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.
هغه ويلي چې دغه سايټونه د خوست ولايتي مسوولانو په غوښتنه او په مخابراتي برخه کې د خلکو د ستونزو حل په موخه جوړيږي.
د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مخابراتو په برخه کې دامهال یاد ولایت کې تر ډېره موثر ګامونه اخیستل شوي خو لا هم ځینې سیمې شته چې خلک یې له مخابراتي خدمتونو محروم دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، د دغو سایټونو په جوړېدو سره به د خوست ډېری لرې پرتې سيمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.
د يادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست پکتيا ته د سفر پر مهال هم ويلي و چې ياد ولايت کې به روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شي.