Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۴۵زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

IMG-20231025-WA0085

په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې یې تازه ۴۵زره جریبه دولتي ځمکه له غصب بېرته راګرځول شوې ده.

د یاد کمېسیون  رییس مولوي شیر اقا پیر حبیب‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري په مرکز پل‌علم ، بره کي برک او خوښۍ ولسوالۍ کې په تېرو دریو میاشتو کې ۴۵ زره جریبه دولتي غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.

نوموړي زیاته کړه، راګرځول شوې ځمکه امارتي ثابته شوې او هیڅوک حق نه لري چې په یاده ځمکه کې کرکېله او یاهم هستوګنیز کورونه جوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه زیاتوي، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون اوس د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم په چټکي سره کار کوي، څو په تېرو کالونو کې د ولسي خلکو له لوري غصب شوې ځمکه ژر تر ژره له غصبه راوګرځوي.

د مرکز پل علم او یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون کارونه ستايي، خو یوشمېر نور یې بیا وایي، دغه کمېسیون باید په مرکز پل علم کې هغه سیمې هم له غصبه خلاصې کړي چې د جمهوریت پرمهال یوشمېر لوړپوړو دولتي مسوولینو او د خلکو استازو غصب کړې او ودانۍ یې پرې جوړې کړې دي.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون غړیو ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۳ هجري لمریزکال کې یې شاوخوا ۵۶ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام