Asset 1SWN

غور کې روان کال ۴۵۰ ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

سرخکان-در-افغانستان-1-qnf6td8t2551xwuphf5t8kghp73mfj2vzabf8mzd6w

د غور په ولايتي روغتون کې د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

په دغه روغتون کې د بستر یوشمېر ناروغ ماشومانو کورنۍ وايي، ماشومان یې لومړی پر سینه بغل او بیا پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور اوسېدونکي جمعه‌ګل سلام‌وطندار ته وویل: «ماشوم مې ناروغ وو، روغتون ته مې راوړ، وايي، پر سینه‌بغل اخته دی، درېیم پوړ ته لاړم او هلته یې چې وکاته، پر شري ناروغي اخته و، تبه لري، خارښ لري، اوس ښه دی.»

محمد‌علي وايي بیا وايي: «لس ورځې کېږي چې له کلي روغتون ته راغلی یم، ماشوم مې ناروغ دی، روغتون ته مې راوړ، لومړی سینه‌بغل بیا پر شري ناروغي اخته او اوس بستر دی.»

د غور ولایتي روغتون د ماشومانو برخې ډاکټران دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغۍ خپرېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۴۵۰ ماشومان پر دغه ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې، دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور ولایتي روغتون کې د ماشومانو برخې متخصص محمدموسی الفت د کال په پیل کې د سېلابونو راوتل، د شري په اهړ د کورنیو د پوهاوي ټيټه کچه او د شري ناروغۍ د واکسین نه تطبیق، ماشومانو کې د شري ناروغي د زیاتېدو لاملونه بولي.

هغه وویل: «له بده مرغه، سږکال، د دوو کلونو دمخه په پرتله، په غور ولایت کې د شري ناروغي او ولایتي روغتون ته د ناروغانو د مراجعینو شمیر زیات شوی دی. مختلف دلیلونه لري، یو له خورا مهم دلیلونو څخه د واکسیناسیون نشتوالی دی. ماشومان په سیمو کې په سمه توګه واکسینېږي نه، چې له بده مرغه د ناروغۍ د خپریدو لامل کېږي، بل دلیل سېلابونه وو چې د خلکو روغتیا یې خرابه کړه او د خلکو د اوبو سرچینې یې خرابې کړې.»

د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د شري ناروغي تر ډېره مرغاب، تیورې او د فیروزکوه ښار ځینو سیمو کې خپره شوې. دوی وویل، د دغې ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوي لپاره یې یادو سیمو کې روغتیايي ډلې موظفې کړي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال مولوي حسام‌الدین حامي سلام‌وطندار ته وویل: «د شري ناروغۍ پروړاندې چې موږ روغتیايي خدمات لرو، د شري واکسین دی چې ټولو مرکزونو کې شته او خلک کولای شي چې ماشومان راولي او له دې واکسین استفاده وکړي، څو راتلونکي کې ماشومان پرې اخته نه‌شي. بل هر درې کاله بعد سراسري واکسین دی، سږکال له بده‌مرغه نشته، راتلونکی کال انشالله چې د دونرانو په همکاري به یې، پیل کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شدیده تبه، بې‌اشتهايي، ټوخی او له پوزې د اوبو راتلل، د شري ناروغۍ نښې بلل کېږي. د غور روغتیايي مسوولان له کورنیو غواړي چې د دغو علایمو په لیدلو سره خپل ماشومان د درملنې مرکزونو ته ولېږدوي، ترڅو د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام