غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو له لوري د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر ولاړو خلکو د ډزو له کبله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې برید کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
پېښه د غزې ښار اړوند د خان یونس په التهلیا سیمه کې د مرستو وېش یوه مرکز ته نږدې شوې ده.
د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې نصیر روغتون ته ګڼشمېر ټپیان وروړل شوي دي. چارواکي وايي، ښايي دې قربانیانو شمېر له دې هم لوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې د بشردوستانه مرستو د وېش مرکز چې د اسراییلو او امریکا له لوري کنټرولېږي، ډېری وخت یاد مرکز او نورو څانګو ته پر ورټولو شویو فلسطینیانو ډزې کېږي او یا هم له تاوتریخوالي سره مخ وي.
له دې وړاندې هم څو ځلې دغه مرکز ته ورغلیو خلکو باندې ډزې شوي چې یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان دي.