Asset 1SWN

هلمند کې ۴۵ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله وتړل شوې

9be43348-9682-4a23-adb6-8f9646b08e33

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې چارواکي وايي چې د ټاکل شوې کمېټې له‌خوا دغه ښار کې ۴۵ صرافۍ د فعالیت جواز نه‌لرلو له امله تړل شوې دي.

دغه کمېټه چې مشري یې د افغانستان بانک مدیر فاروقي اغا کوي، ترڅنګ یې د امنیه قومنداني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالي استازي هم ګډون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې کمېټې مشر فاروقي اغا سلام‌وطندار ته وویل: «له دې وروسته ټول باید خپل جوازونه نوي کړي، څو بیاځلې څارنه کې ستاسې صرافۍ بندي نه‌کړل شي او خپل چارې مو باید د اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کړئ.»

د نوموړي په وینا، لښکرګاه ښار کې له ۱۵۶ صرافیو څخه څارنه شوې چې پایله کې یې ۴۵ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله تړل شوي دي. «جوړه شوې کمېټه دنده لري، څو په غیري قانوني توګه فعاله صرافیو ته اصولي لارې چارې ولټوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې د افغانستان بانک صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته خبر ورکړی و چې له دغه بانګ څخه د فعالیت جوازونه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام