د فلسطین د روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ۴۳ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
دغه کسان د اسراییلي ځواکونو د تېرې ورځې بریدونو کې وژل شوي.
د فلسطین د روغتیايي مسوولانو په وینا، ۱۹ کسان د غزې سویلي خانیونس ښار کې وژل شوي.
ورته وخت کې ملګروملتونو ویلي چې د اسراییل بریدونو په دلیل د غزې ۹۰ سلنه وګړي بېځایه شوي دي.
دې سره، غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره UNRWA وايي، اسراییلو کلابندۍ فلسطینیان لوږې سره مخ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په غزه کې د UNRWA سرپرست رییس سام روز الجزیرې شبکې سره خبرو کې ویلي، د اسراییلو د بشپړې کلابندۍ له یوې میاشتې څخه زیات وخت وروسته فلسطینیان د لوږې له سختې کچې سره مخ دي.
هغه وویل: “د دوی پوستکی به وچ شي او دوی به مړه شي. دا هغه څه دي چې موږ په تیرو ۱۶ میاشتو کې په غزه کې لیدلي دي.”
د هغه په وینا، غزه کې هیڅوک کافي خواړه نهلري، خو ماشومان تر نورو ډېر زیان منونکي دي.
ده همدارنګه وویل: “د غزې ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه خورا لوړه شوې. خلک هره ورځ د اساساتو لپاره شاوخوا ګرځي او په دوامداره توګه د کافي خوړو نهشتون سره مخ دي.”