Asset 1SWN

د لوی اختر پرمهال ۴۰زره سیلانیانو د لوګر له تفریحي سیمو لیدنه کړې

502475669_1082276693923181_85639942514787891_n

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د لوی اختر پرمهال شاوخوا ۴۰زره کورنیو سیلانیانو له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور مدیر محمد‌ګل تسل سلام‌وطندار ته وویل، د سږکال لوی اختر په شپو او ورځو کې د لوګر په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسانو په پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، ډېری کسانو د لوګر له مولانا یعقوب څرخي، ابتک، اب پران، سرخ اب، تنګي واغجان، سجاونډ، دوبندي، التمور، سپېڅ او میرابدل بابا لرغونو او تفریحي سیمو څخه لېدنه کړې ده.

تسل له ملي سوداګر وغوښتل چې د لوګر  په لرغونو او تفریحي سیمو پانګونه وکړي، څو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د تفرېح لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لوګر ته له کندهار څخه راغلي یوه سېلاني عبدالروف سلام وطندار راډيو ته وویل، لوګر ولایت د هیواد په کچه ښکلې هوا، اوبو او تفریحي سیمې لري چې د ده په ګډون د زرګونه کسانو پام یې ځانته اړولی ده.

نوموړي وویل، حکومت ته په‌کار ده چې سیلانیانو ته د تفریح لپاره منظمې سیمې او اسانتیاوې برابرې کړي.

هېره دې نه وي چې دغه ولایت ته ځکه د پام وړ زیات سېلانیان راغلي دي چې د پخوا په پرتله دغلته امنیت ټینګ شوی ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام