Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۴زره رضاکاران د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي

605296005_122130863300990235_7595814684443656773_n

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې نږدې څلور زره کسان په رضاکارانه ډول د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په لوګر کې د روغتیايي رضاکارانو د ستاینې په موخه جوړې شوې غونډه کې، د ولایت سیمه‌ییزو مسؤولینو، روغتیاپالانو او د همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د «کف» مؤسسې دCHW  پروګرام مسوول ډاکټر عبدالبشیر «بشروي» وویل چې دامهال په لوګر کې ۴۱۷۰ روغتیايي رضاکاران د یاد پروګرام تر چتر لاندې، په رضاکارانه ډول د مور او ماشوم د روغتیا، واکسیناسیون او عامې روغتیا په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د روغتیا په برخه کې د رضاکارانو ملاتړ او هڅې لا پراخې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرمحمد «ځیرک» د روغتیايي رضاکارانو هلې ځلې وستایلې، د عامې روغتیا وزارت د وزیر پیغام یې ولوست او ویې ویل، چې د رضاکارانو فعاله ونډه د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خورا ارزښت لري.

ورته مهال، د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» په خپلو خبرو کې د رضاکارانو فعالیت د روغتیا برخه کې مهم وباله او ټینګار وکړ چې دغه لړۍ دې نوره هم پراخه شي.

دین پرور وویل، اسلامي امارت امنیت او روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په تیرو څو کالونو کې په دې برخه کې ځانګړې لاسته راوړنې هم لري.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۳۱ زره روغتیايي رضاکاران د عامې روغتیا په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام