د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست له لوري د نشهيي توکو کرکېلې لهمنځه وړو عملیات نن «یکشنبه، تلې اتمه» پای ته ورسېدل.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، دغه عملیات ۲۰ ورځې وړاندې د لوګر په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالیو کې پیل شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه زیاته کړه، یاد عملیات د لوګر امنیه قومنداني سره په ګډې همغږۍ د مرکز پلعلم په «روسمیدان» او د ازرې ولسوالي په خړې تېږې، خړورسک، تورکاڼي او ګورګاڼې سیمو کې شوې دي.
هغه وویل، دغه عملیاتو کې شاوخوا ۴ زره جریبه چرس د امنیتي ځواکونو له لوري لهمنځه وړل شوي دي.
انس زیاتوي، «د نشهيي توکو د کرکېلو له منځه وړلو عملیات نن رسما پای ته ورسېدل او کروندګرو څخه وغوښتل شول چې نور په خپلو کروندو د ناوړه بوټو چرسو کرکېله ونه کړي او که چیرې څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، قانون ته به وسپارل شي.»
د ازري ولسوالۍ یوه کروندګر عمصت الله سلاموطندار ته وویل، حکومت ته پکار ده چې په یاده ولسوالۍ کې له کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې مرستې وکړي.
نوموړی زیاتوي، د ازرې ولسوالۍ کروندګر له خورا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګیروان دي او اړتیا ده چې د یادو کروندګر دوامداره لاسنیوی وشي.