د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي نن (شنبه، جوزا درېیمه) هرات کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، قومي مخورو، دولتي مسوولانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د روغتیا وزارت سرپرست که څه هم د دغه جوړېدونکي روغتون لګښت په اړه جزییات نهدي ورکړي، خو په وینا یې چې د یو افغان سوداګر له لوري جوړیږي.
ښاغلي جلالي ډاډ ورکړ چې دغه برخه کې د یاد سوداګر هر اړخیز ملاتړ کوي، ترڅو ولسونه ته یې ګټه ورسیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري او عادلانه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
ورته وخت کې د هرات والي نور احمد اسلام جار وویل، هڅه کوي چې د روغتیا برخې ته د سوداګرو سوداګرو توجه راجلب کړي.
د یاد روغتون جوړونکي عبدالظاهر هم ژمنه وکړه چې دغه روغتون به په ښه کیفیت جوړوي او ژر به یې تعمیراتي چارې سر ته رسوي.