د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سهشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۹۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدول شوي.
د کندهار د سپینبولدک د سرحدي امریت د معلوماتو لهمخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر درېیو ورځو بند خونو کې ساتل شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې دې وروستیو اوونیو کې لسګونه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته رالېږدول شوي دي.