Asset 1SWN

سږکال لوګر کې ۳۷زره کسانو له لرغونو او تفریحي سیمو لیدنه کړې

484654395_1203884638408577_8138015330675476656_n

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې روان کال د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۷زره کسانو له لرغونو او تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر محمدګل تسل پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، ډېری سیلانیانو د لوګر د څرخ ولسوالي له مولانا یعقوب څرخي، د خوښۍ ولسوالي له ابتک اوبو بند، د محمداغې ولسوالي له سرخ‌اب اوبو بند او واغجان تفریحي سیمي، د مرکز پل‌علم له میر ابدل تاریخي او تفریحي سیمې او همدارنګه د ازرې ولسوالي له لرغونو او تفریحي سیمو څخه لیدنې کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تسل زیاتوي، ډېری کسان له پلازمېنې کابل، کندهار، میدان‌وردګ، غزني، پکتیا او خوست ولایتونو څخه دغلته د لرغونو سیمو د لیدنې او مېلو لپاره راغلي دي.

د نوموړي په ویان، د پخوا په پرتله دغلته د کورنیو سیلانیانو د راتګ شمېر لوړ شوی او هڅه روانه ده چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د لرغونو او تفریحي سیمو د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام