په ویتنام هېواد کې د خراب موسم له امله د سېلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۳۷ کسانو ژوند بایللی.
د راپورونو پر اساس، په ډوبه شوې کښتۍ «ونډر سي» کې د عملې د ۵ غړو په ګډون ۵۳ کسان سپاره وو چې ۳۷ یې مړه، ۱۱ ژغورل شوي او ۵ کسان لا هم نادرکه دي.
دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، سرطان ۲۸) د ویتنام شمال ته په مشهوره سیاحتي سیمه «هالونګ» خلیج کې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو پر بنسټ، په کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د ویتنام اوسیدونکي وو او له پلازمینې هانوي څخه د سیاحت لپاره تللي وو.
همدارنگه ویل شوي چې ۲۰ ماشومان هم کښتۍ کې سپاره وو.
د ویتنام لومړي وزیر فام مین چین د قربانیانو کورنیو سره غمشریکي ښوولې او لارښوونه یې کړې چې د پېښې لامل په جدي توګه وڅېړل شي او هر ډول احتمالي سرغړونې سره جدي چلند وشي.