د سمنګان امنیتي مسوولانو نن (سهشنبه، ثور ۱۶) سلاموطندار ته وویل، خُلم ولسوالي کې د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر چپه کېدو په دلیل ۳ کسانو ژوند بایللی او ۳۳ نور ټپیان دي.
د سمنګان د امنیې قومنداني ویاند حشمتالله رحماني وویل، دغه ټرافیکي پېښه نن سهار خُلم ولسوالي کې د سمنګان ـ بلخ پر لویهلار شوې.
د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې دغه مسافر وړونکی موټر له کابله جوزجان ولایت ته روان وو چې سړک څخه اوښتی دی.
د پېښې رامنځ ته کېدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېری دغه ډول ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو تېز سرعت او بېاحتیاطۍ په دلیل رامنځ ته کیږي.