Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې

6f9787fc-983d-4911-8e02-81b20599e745

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو پنځو ولسواليو کې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د ۳۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې او پراختيا برخو کې د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو پيل مراسمو کې د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل چې يادو پروژو په بشپړېدو سره به د فرضي کرښې سره د پرتو ولسواليو د خلکو ستونزې تر يوه بريده حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياته کړه چې دغه پروژې په شکين، برمل، وړممی، نعمت‌اباد او تروه ولسواليو کې پلې کېږي چې د سړکونو، ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو، ديني مدرسو جوړول، پاکو اوبو زمينې برابرول او نورې بېلابېلې پروژې په‌کې شاملې دي.

هغه ټينګار وکړ چې يادو ولسواليو کې به راتلونکی کال نورې اساسي او بنسټيزې پروژې هم پلې کړي. په ورته وخت د پکتيکا د یادو ولسواليو خلک هم د دغو پروژو پيل ته خوښ دي.

د برمل ولسوالي یوه اوسېدونکي سيدګل سلام‌وطندار ته وويل چې په تېر کې يادې ولسوالي ته د پرمختيايي پروژو برخه کې پام نه‌دی شوی او خلک د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه‌لري.

هغه زياته کړه چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو ستونزې يو څه راکمې شي، خو غوښتنه کوي چې حکومتي مسوولان دې د لرې‌پرتو ولسواليو خلکو ستونزو حل ته زياته پاملرنه وکړي.

هغه دغه راز وويل چې ولسوالي ته ورغلی عمومي سړک خراب و او د پوهنې او روغتيا برخو کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيکا ډېری ولسوالي له مرکز ښرنې په لرې واټن کې پرتې دي چې خلک يې د سړکونو خرابوالي، روغتيايي کلينکونو نشتون او د پوهنې برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام