پاکستان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۵ کسانو ژوند بایللی او ۲۷ نور ټپیان شوي.
پاکستاني رسنیو نن (چهارشنبه، جدي ۱۷) راپور ورکړی چې پېښه د اسلاماباد کراچۍ پر لار د چکوال «ډوکپټان» سیمه کې رامنځ ته شوې.
دغه مسافر وړونکی بس موټر له اسلاماباد څخه کراچۍ ته روان وو چې له سړک څخه لاندې ګړنګ ته لوېدلی.
په ټپیانو کې ۷ ښځې هم شاملې دي چې د ځینو هغوی روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.