غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د اسراییلو بریدونو او روانو عملیاتو پرمهال لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې تېره ورځ د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوي دي.
په ورته مهال چارواکي وايي چې نن جمعه، مې دویمه، د غزې په بېلابېلو سیمو له هغې ډلې خانیونس کې د بریدونو پرمهال یوشمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه په دې بریدونو کې د شاوخوا لسو کسانو د وژنې پخلی شوی دی. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو برید راهیسې تر دې مهاله ۵۲۴۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۸زره نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د روانو بریدونو او عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي او په خېمو کې ژوند کوي. دوی د ژوند له لومړنیو خدمتونو بېبرخې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.