Asset 1SWN

هلمند کې کانالونو ته د کبانو ۳۰ زره بچي اچول شوي

55fc2d34-e27b-4488-b800-08406c743ad9

د هلمند کرنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې د کبانو نسل زیاتېدو لپاره په عمومي او فرعي کانالونو کي د اصلاح شویو کبانو ۳۰زره بچي اچول شوي دي.

د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس نیازمحمد وهاج سلام‌وطندار ته وویل: «دا چې هلمند د اوبو له پلوه غني ولایت دی او په دې وروستیو کي د دې ولایت په عمومي او فرعي کانالونو کي د طبیعي کبانو نسل مخ پر ورکېدو وو، د دغه ماهیانو د ډېرولو په موخه نږدې ٣٠ زره چوزه «د ماهیانو بچیان مو عامو کانالو، لویو ویالو او بغراګاتو ته واچول.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه د کبانو دغه واړه بچي په طبیعي ډول په یادو کانالونو کي خپل ودې او پایښت ته پرېښودل شي، تر یو برېده به د طبیعي کبانو نسل ورکېدو مخه ونیول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په لارښوونه، د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګول شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام