Asset 1SWN

سلام وطندار

د لغمان یوه زیارت کې ۳۰۰کلن لرغوني اثار موندل شوي

57e7267c-d7fa-47f8-9925-a51e18fb055d (1)

لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۳۰۰ کلن، ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي دي.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وایي چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالي میاصاحب دېرې زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي اثار  ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د دې اثارو لرغونتوب له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کلونو پورې رسېږي.

د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې عمومي مدیر محمدنادر مخور وایي، په دغه تاریخي اثارو کې چې د میا عبدالکریم په زیارت کې موجود وو، یوکټ، صندوق، نیزه، اونګه، قندانيګانې، مېز، چراغ‌پایه، د اوبو منګی، چمچۍ او نور وسایل شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مياعبدالکريم د لغمان د اليشنګ ولسوالي اړوند په میاصاحب دېره نومې کلي کې دفن دی چې  یاد کلی د نوموړي شخص په نوم نومول شوی هم دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام