د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې موزامبیک کې د ولسمشریزو ټاکنو پر سر د رامنځته شویو تاوتریخوالو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د یاد بنسټ په وینا، دغه کسان د اکتوبر له ۱۹مې د نومبر تر شپږمې وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پولیس او پوځ د دغه هېواد په پلازمېنه ماپوتو کې داسې مهال د اعتراضکوونکو پروړاندې اقدامات پیل کړي چې د موزامبیک د ډموکراسۍ او بشرحقونو مرکز وايي، دې تاوتریخوالو کې په ټولیزه توګه ۳۴ کسان وژل شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه واکمن فریلیمو ګوند په ټاکنو کې د ۷۰سلنې رایې په ګټلو ځان بریالی اعلان کړی دی. دغه ګوند له تېرو ۴۹کلنو راهیسې هغه مهال چې له پرتګال یې، خپلواکي واخیسته، پر موزامبیک واکمن دی.
اپوزیسیون او څارونکو ډلو بیا دغه ټاکنې له درغلیو ډکې بللي او د پایلو له اعلان وروسته یې، پر لاریونونو لاس پورې کړی دی.