د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي، تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د «قروتوي» کلي کې د ماین چاودنې له امله درې ماشومانو ژوند بایللی.
هغه وویل، له تېرو جګړو پاتې شوي ماین هغه مهال چاودنه کړې چې دغه ماشومان د خپلو کورونو پر لور روان وو.
امنیتي مسوولان ټینګار کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د بالامرغاب ولسوالۍ «پنیرک» کلي کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي وو.