Asset 1SWN

هلمند کې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې

IMG-20241203-WA0069

د هلمند محلي چارواکي وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا درې زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.

د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې امنیتي او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ځمکې د تېرې دوو اوونیو پرمهال له غصب راګرځول شوي چې په‌کې په غیرقانوني توګه کورونه، هټۍ او د کرنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «په بهرامچې ولسوالي کې د غصب شویو ځمکو د ژغورلو په لړ کې لسګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له واکه خلاصه شوه. د یادو تصرفاتو پرمهال کارېدونکي تجهیزات هم نیول شوي دي.»

د چارواکو په وینا، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې د موسی‌قلعه ولسوالي د زرکو د غره په شاوخوا کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غیرقانوني تصرفاتو څخه پاکه شوې.

د ګرمسېر ولسوالي اړوند د لکړۍ بازار ته څېرمه هم یوشمېر کسانو دولتي ځمکه نیولې وه چې غوښتل یې، پر دې ځمکه کورونه او هټۍ جوړې کړي چې مخه یې، نیول شوې.

د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې د ناوې ولسوالي د جرنامو په دښت، سرخدز، اڅکزو ښاخ، ګدر بارانه او ګڼو نورو سیمو کې تر ۳۰۰ جریبه زیاتي ځمکې له غصب راګرځول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې مخکې هم د هلمند په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام