د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۴زره امریکايي ډالرو په ارزښت درېوو ولسوالیو کې د سبزیجاتو لپاره شنېخونې جوړېږي.
دغه شنېخونې د یواېنډيپي په مالې ملاتړ او د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څار لاندې د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې جوړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، د یادو اتو شنوخونو پر جوړېدو به ۲۴زره ډالر لګښت راشي چې درې یې، ارغنداب، درې یې، دامان او دوه هم ډنډ ولسوالي کې رغول کېږي.
د کندهار کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل بیا وايي چې د هرې شنېخونې پر جوړېدو به شاوخوا ۳زره ډالره لګښت راشي.
د کندهار کرنیزو چارو د مېوو او سبزیجاتو د پراختیا متخصص انجینیر ایمل حکیمي وايي، د سبزیجاتو یادې شنېخونې به ۸ متره پراخوالي او ۲۰ متره په اوږدوالي جوړې شي.
د دې ترڅنګ به د اوبو مدیریت او ذخیرې لپاره سېسټم هم ولري چې د اوبو سېسټم به د ۱۲۰۰ لیټره اوبو ذخیرهکولو ظرفیتلرونکی وي.
اېمل حکیمي همداراز ټينګار وکړ چې د یادو شنوخونو جوړېدو څخه موخه په یخ موسم کې د سبزیجاتو حاصلات ترلاسه کول، کرنې ته وده او پراختیا، د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضیعت پیاوړيکول او په یخ موسم کې بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.