د پکتيکا مرکز ښرنې ښار داخل کې د ښاروالي له لوري د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.
د مسوولانو په وينا، د ياد سړک پر جوړېدو سره به ښاريانو ته د تګراتګ پرمهال اسانتياوې رامنځته شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ياد سړک چارو پيل مراسمو کې د ښرنې ښاروال مولوي سردارولي ثابت وويل چې دغه سړک يوکيلو متر په اوږدوالي، ۴۰ متره سور او همداراز د پلي تګ لارې او اساسي ويالې په درلودو سره د ښاروالي په بوديجه جوړېږي.
هغه وويل چې ياد سړک د ښرنې مرکز داخل کې د غزني پر لين جوړېږي چې ښاريانو ته به ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
يادو مراسمو کې د پکتيکا مرستيالي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل چې د ښار پراختيا لپاره ماسټر پلان مهم دی او د ښرنې ښار پراختيا لپاره کار کوي.
هغه ټينګار وکړ چې ښار به هرې خوا ته د پنځه کيلومترو په اندازه پراخوي. په ورته مهال د مرکز ښرنې يوشمېر اوسېدونکي هم د سړک چارو پيل ته خوښ دي.
د ښرنې يوه اوسېدونکي محمداکبر وويل چې ښرنې ښار کوچنی او شاته پاتې دی چې د پراختيا لپاره يې بايد لا ډېر کار وشي.
هغه غوښتنه وکړه چې د ښار زياتره سړکونه خامه دي او ښاروالي يې بايد د اساسي جوړونې لپاره کار وکړي. د ښرنې اوسېدونکو له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه چې د ښرنې پراختيا لپاره دې ځانګړې بوديجه ورکړي.