حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې تېرو ۴۱ ورځو کې د فبروري له ۲۲مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۶۲۶ ټپیان شوي.
د هغه په وینا، د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي.

امریکا: ایران کې د لوېدلې جېټ‌الوتکې عمله مو ژغورلې

د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې د نسکورې شوېF-15  جنګي جېټ‌الوتکې پیلوټ یې په هغه هېواد کې دننه ژغورلی دی.

د رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، مارچ پنځمه، راپور ورکړی چې دا الوتکه د ایران د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري ویشتل شوې وه. مخکې له دې د عملې بل غړی هم ژغورل شوی و.