
عباس عراقچي: امریکا سره خبرې نهدي شوي، اوربند نهمنو
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره یې هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او اوربند هم نه مني.
د راپورونو پر اساس، ده ویلي چې مذاکره هغه وخت مانا لري چې دوه هېوادونه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره رسمي خبرې وکړي، حال دا چې د دوی او امریکا ترمنځ داسې څه شتون نه لري.