
له کونډو د حضانت حقاخیستل؛ «مېړه مې چې مړ شو، ماشومان یې راڅخه واخیستل»
سره له دې چې د اسلامي شریعت او افغانستان کې نافذ قوانین د پلار له مړینې وروسته د ماشومانو د سرپرستۍ حق مور ته ورکوي، خو یو شمېر کونډې ښځې له سلاموطندار سره خبرو کې وایي چې د مېړه د کورنۍ له لوري له دې حقه محرومې شوي دي.








