
شرافت زمان امرخېل: اوس هم د لسګونه قربانیانو جسدونه عدلي طب کې دي
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان وروستي برید کې د قرباني شویو ملکیانو لسګونه جسدونه اوس هم د عدلي طب ریاست کې دي.
هغه نن شنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ / مارچ ۲۱ یوه خبرتیا کې ویلي، د دغو جسدونو هویت مالوم نهدی او کورنیو یې مراجعه نه ده کړې.




