
د ایران ولسمشر د جګړې ختمولو لپاره ۳ شرطونه وړاندې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي. الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نهکولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.