
د هېواد ختیځ کې جګړو ۶۸زره ماشومان بېځایه کړي
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي.
دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زدهکړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.
