
عراقچي: امریکا سره دویم پړاو مذاکرات رغنده وو
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو پایته ورسېد او دواړو لورو له څو ساعته خبرو وروسته د ناستې ځای پرېایښی.
د راپورونو پر اساس، دغو مذاکراتو ۳ نیم ساعته دوام وکړ او دواړه لوري د عمومي موضوعاتو په اړه یو بل سره تفاهم ته رسېدلي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې پړاو تر پایته رسېدو وروسته د ایران له دولتي ټلویزیون سره لنډو څرګندونو کې مذاکرات رغنده وبلل.